نوې ډيلې 25 جنوري (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 6 لكهه 68 زره ته رسيدلې دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 53 زره 5 سوه څخه زياته شوې ۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې نوو كيسونو كښې د كمي راتللو په نتيجه كښې د هېواد په بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره كميږي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے، ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 10668356 ده دغسې هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كيسونو شميره 186115 ده۔ چارواكو له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 153503كسان مړه شوي۔ سركاري شميرې له مخې هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 10328738كسان ښه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زياتو ځپليو رياستونو كښې مهاراشټر نه علاوه تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پرديش او اتر پرديش شامل دي