بګوټا ۔ 24 جنوری(اے پی پی) كولمبيا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نورو 15 زره 551 كېسونو رپورټ كېدو سره ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 20 لکھ 2 زره 969 نه زياته شوې ده۔ د چين ابلاغ ذريعو له مخې د كولمبيا د روغتيا وزارت وېنا ده چې د كورونا وائرس د لاسه د 396 نورو كسانو مړه كېدو سره ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 50 زره 982 ته رسېدلې ده۔ بلخوا چارواو د كورونا وائرس مخ په زياتېدونكي كېسونه نظر كښې نيولو سره اولس ته د رش ځايونو نه بچ كېدو او په نورو حفاظتي اقداماتو سختۍ سره د عمل كولو تاكيد كړے دے