350 ملينه وګړي د خوراك كمي سره مخ دي۔ ملګري ملتونه

اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو ذېلي ادارو په خپل يو رپورټ كښې خبردارې وركړې دې چې دا مهال د كورونا وباﺀ د لاسه د آسيا بحر الكاهل په منطقه كښې 350 ملينه وګړي د خوراك كمي سره مخ كېدې شي۔ دې سره سره د دې وباﺀ د لاسه د 1.9 اربه وګړو د خوراك بندوست كښې هم ستونزې رامخې ته دي۔ رپورټ كښې دا انكشاف هم شوے دے چې د كورونا د لاسه 140 ملين وګړي د بې وزلۍ خط نه ښكته تلي دي۔ په ځپلې شويو كښې زياتره شمېره د سوئيلي آسيائي هېوادونو وګړو ده۔