د يوګنډا عسكرو صوماليه كښې 189 شرخوښي ووژل

کمپالا۔23جنوری(اے پی پی) صوماليه كښې د امن پوځ برخه په توګه كار كوؤنكو د يوګڼدا عسكرو القاعده سره د تړون لرونكي تنظيم الشباب په كېمپ بريد كولو سره 189 جنګيالي ووژل۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې له مخې د يوګنډا پوځ وياند خپل يو بيان كښې ووئيل چې هغوي تېره ورځې د موغادېشو په سوئيلي لوئيديزه سيمه كښې سیګال ، اډیمول او کیتائے كلي كښې د الشباب په پټ ځايونو بريدونه وكړه چې په نتيجه كښی ئې 189 جنګيالي ووژلې شؤ۔ ددې كارروائۍ په مهال د ترهګرۍ بريدونو كښې كارېدونكي بلها پوځي سامان او څيزونه هم تباه كړی شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د يوګنډا پوځ صوماليه كښې د افريقائي ائتلاف د د امن مشن يوه برخه ده چې مقصد ئې د مركزي حكومت ملاتړ او منطقه كښې امن په ځائې كول دي۔