سپين كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 26 لكه 3 زره 472 نه زياته شوه

میډرډ۔23جنوری(اے پی پی) سپېن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 42 زره 885 کېسونه رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېوا كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 26 لكه 3 زره 472 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو د هسپانوي روغتيا وزارت چارواكو حوالې سره وئيلي چې سپېن كښې د كورونا وائرس د لاسه د نورو 400 كسانو مړه كېدو سره ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 55 زره 441 ته رسېدلې ده۔ چارواكو وئيلي چې د هېواد په 17 خودمختاره سيمو كښې د كورونا وائرس كېسونو زياتېدو له امله حكومت د شپې 10 نه تر سهار 6 بجو كرفيو اعلان كړې ده۔ بلخوا سيمه ايزو حكومتونو د ټولو مېونسپلټیو ترمينځھ د پولو بندولو اعلان هم كړے دے