مدینه منورہ ۔23جنوری (اے پی پی) سعودی عربستان كښې مدينه منوره ميونپلټي ښار كښې د استوګنې مسئله حل كولو له د 25 نورو سېكټرز جوړولو منظوري وركړې ده۔ دا به 3 لكه 59 زره مربع ميټر نه په زياته رقبه جوړولې شي۔ د سعودي عربستان د خبر رسنې ادارې له مخې نوې سېكټر كښی به 5200 كورونه جوړولې شي۔ دې كښې به 144 صنعتی پلاټونه وي چرته به چې 33 پاركونه ٬ 27 سكولونه ٬ 40 جوماتونه او 8 سركاري دفترونه وي۔ د مدینه میونسپلټی وياند ووئيل چې د استوګنې دې نوې سېكټرز كښې به ماحولياتي او اقتصادي چارې تر نظر لاندې ساتلې شي او بنيادي اډانې له به بيل پلاټس وركولې شي۔