منيلا 22 جنوري(اے پي پي) فلپائن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس 2 زره 178 نوې كېسونه رامخئ ته كېدو نه پس په ګرد هېواد كښې د كرونا ځپليو مجموعي شمېره 5 لكه 9 زره 887 ته رسېدلې۔ د چين ميډيا له مخې د فلپائن د صحت وزارت وئيلي دي د كرونا څخه په هېواد كښې شل نور كسان مړه شوي او د دې نه پس په هېواد كښې د مړو كسانو مجموعي شمېره لس زره 136 ته رسېدلې ده۔ په هېواد كښې د كرونا رنځ څخه د صحت مند شوو كسانو شمېره 4 لكه 67 زره 720 ته رسېدلې ۔ د فلپائن چارواكو له مخې تر اوسه د كرونا 7 مېليونه نه زيات ټېسټ شوې دي