د يوكرين نرسنګ هوم كښې د اوور لګيدلو پېښه ، 15 كسان مړه ، 11 ژوبل

كيف 22 جنوري (اے پي پي) ختيز يوكرين په يو نرسنګ هوم كښې د اوور لګيدنې پېښې په نتيجه كښې 15 كسان مړه او 11 ژوبل شوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې يوكرين خركيو ښار په يو نرسنګ هوم كښې په سمدستي توګه اوور ولګيد چې په نتيجه كښې ئې 15 كسان مړه او 11 ژوبل شول ۔ يوكرين كښې هنګامي حالاتو په اړه د ادارې له مخې نرسنګ هوم كښې اوور د شارټ سركټ له امله لګيدلے دغسې د پېښې په اړه پلټنې پېل شوي دي