د سعودي خارجه وزير سره د افغانستان خارجه وزير ملاقات ، افغان خارجه وزارت او د جي سي سي جنرل سيكرټريټ ترمينځه د مفاهم په يادښت لاس ليك

رياض 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د افغانستان خارجه وزير محمد حنيف د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې په خارجه دفتر كښې ليدلې دي۔ د سعودي خبررسنې ادارې اېس پي اے له مخې سعودي او افغانستان خارجه وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه په شريكو اړيكو او د شريكې مرستې په نوو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كړي،دې نه ځانله په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې شوي۔ د سعودي خارجه وزير د خپل افغان همڅنګ او د هغه د پلاوي په درناوي كښې ميلمستياے هم وركړه۔بلخوا جي سي سي سيكريټري جنرل ډاكټر نائف الحجرف د افغان خارجه وزارت او جي سي سي جنرل سيكرټريټ ترمينځه د مفاهم يادداښت لاس ليك كړے۔ډاكټرنايف الحجرف او محمد حنيف د سياسي او اقتصادي مرستې پشمول بيلو څانګو كښې د مشاورت په تګلاره هم خبرې كړي۔