سعودي عرب د عراق پايه تخت بغداد كښې د ځانمرګي بريدونو غندنه وكړه

رياض 22 جنوري (اے پي پي) سعودي عرب د عراق پايه تخت بغداد كښې د دوو ځانمرګو بريدونو غندنه كړې ده۔ د سعودي خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي دي سعودي عرب د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي كه د هغې محرك څه هم وي، هغه جائز نه شي ګرځيدې۔بيان كښې په دې خبره زور راوړلے شوے چې د سعودي حكومت د عراق سلامتيا او استحكام ته د پېښو خطرو په دې پړاؤ كښې د عراق خپلو وروڼو سره ولاړ دے،مونږ په دې بريدونو كښې د ځپليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو