واشنګټن 21جنوري (اے پي پي) د امريكې نوي ټاكلي صدر جو بائيډن 15 صدارتي حكم نامې لاس ليك كړي ، د امريكې نوي صدر د خپل صدارت د دور آغاز د صدارتي حكم نامو څخه وكړو،هغه په وړومبۍ ورځ چې كوم ايګزيكټو آرډرز لاس ليك كړې په هغې كښې د مزل متنازع بنديزونه ختمول، د پيرس ماحولياتي لوظنامې بحالي او په ټولو وفاقي ادارو كښې د ماسك اچول بلونه شامل …
د امريكې نوې ټاكلي صدر جو بائيډن 15 صدارتي حكم نامې لاس ليك كړې

مزید خبریں
واشنګټن 21جنوري (اے پي پي) د امريكې نوي ټاكلي صدر جو بائيډن 15 صدارتي حكم نامې لاس ليك كړي ، د امريكې نوي صدر د خپل صدارت د دور آغاز د صدارتي حكم نامو څخه وكړو،هغه په وړومبۍ ورځ چې كوم ايګزيكټو آرډرز لاس ليك كړې په هغې كښې د مزل متنازع بنديزونه ختمول، د پيرس ماحولياتي لوظنامې بحالي او په ټولو وفاقي ادارو كښې د ماسك اچول بلونه شامل دي۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا او برتانيې نشرياتي ادارې رپورټ له مخې نوي ټاكلې صدر جو بائيډن زياتره حكم نامې د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ متنازع پاليسيو ختمولو په اړه لاس ليك كړي۔ جو بائيډن د اړخه جاري صدارتي حكم نامې له مخې ټول هېواد كښې په وفاقي ځايونو او د رياستونو ترمينځه د مزل په مهال ټولو كسانو له د ماسك اچول لازمي ګرځولې شوي۔ نوي صدر جو بائيډن خپله ابتدائي حكم نامه كښې د روغتيا نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او ته د بيرته راتللو اعلان هم كړے۔ رپورټ له مخې جو بائيډن اقتدار كښې د راتللو څخه وړاندې وئيلي وؤ په دې مهال به پيرس ماحولياتي لوظنامه كښې د بيا شموليت اعلان كولې شي او هغه خپله ابتدائي حكم نامه كښې په دې لوظنامه كښې د بيا شموليت اعلان كړے۔ ډونلډ ټرمپ په 2015 كښې ترسره شوې لوظنامې څخه د امريكې په شا كيدو پريكړه كړې وه او امريكا د داسې كار كولو وړومنے هېواد ؤ۔جوبائيډن د اميګرېشن په اړه چې كوم لوظ كړے ؤ هغه هېواد كښې د موجود يو كروړ 10 لكهه غيرقانوني كډوالو لپاره د امريكې شهريت له اقدامات وؤ۔ پخواني صدر ټرمپ جنوري 2017 كښې د امريكې صدر چوكۍ سنبھالولو څخه 7 ورځې پس د مزل بنديزونو اعلان كړې وؤ، اوس نوې صدر بائيډن هغه خاتم كړي۔ په ابتدائي توګه 7 اسلامي هېوادونه د دې ښكار شوې وؤ او د عدالتي احكاماتو نه پس په دغه بنديزونو كښې ځينې تراميم شوي وؤ۔ ډونلډ ټرمپ ايران، ليبيا، صوماليه، سوريه ، يمن، وينزويلا او د شمالي كوريا په وګړو د مزل بنديز لګولے ؤ۔ صدرجو بائيډن د پخواني صدر ټرمپ د اړخه د امريكې او ميكسيكو په پوله د ديوال جوړولو منصوبه هم اودرولې ده۔ د برتانيې نشرياتي ادارې له مخې د امريكې تيرو حكومتونو د هند سره اړيكې ښه كړې وې خو د دې باوجود جو بائيډن او د هغه نائب صدر كملا هيريس مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په اړه د غندنې بيانونه وركړې وؤ










