ريوډي جنيرو 21 جنوري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره2 لكهه12زره 800 څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره 86 لكهه 39 زره ته رسيدلې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 8639868 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د …
برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 86 لكهه 39 زره ته ورسيده

مزید خبریں
ريوډي جنيرو 21 جنوري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره2 لكهه12زره 800 څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره 86 لكهه 39 زره ته رسيدلې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 8639868 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 212893 ته رسيدلې، هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 862353 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې تر اوسه 7564622 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي ۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي او د هېواد لويو ښارونو كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي










