امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مرګونو شميره 4 لكهه15 زره ته ورسيده

واشنګټن21جنوري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 4 لكهه 15زره 8 سوه ته رسيدلې ٬ دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو شميره2 كروړه 49 لكهه څخه زياته شوې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره24998975 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره9614365 ده۔ امريكا كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي۔ امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعي مرګونو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد نه زياته ده، دوه كروړه49 لكهه څخه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د وبا تر ټولو لوي مركز دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 415894 كسان مړه شوي۔امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 14968716 څخه زيات كسان ښه شوي۔ نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو شميره 20لكهه 84 زره څخه زياته ده