واشنګټن 20 جنوري(اے پي پي) د امريكې د پخواني جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ لور ټفني ټرمپ د لبنان خپل تجارتي ملګري مائيكل زېډ بلوس سره د كوېژدن اعلان كړے۔ د امريکې ميډيا له مخې ټفني ټرمپ په سپېنه ماڼۍ كښې د خپل پلار د صدارت په آخري ورځ د لبنان بزنس مېن سره د كوېژدن اعلان كښې ووئيل دا زما لپاره ډېره د اعزاز خبره ده چې ما او مائيكل خپلې كورنۍ سره په دې تاريخي ځاے كښې د خپلې كوېژدن اعلان كوٶ۔ د يادونې وړ ده مائيکل زېډ بلوس د لبنان د کاروباري ټائکون مساد بولوس زوے دے