کوېت سټي 19 جنوري(اے پي پي) د تېرو دريو مياشتو په مهال 83 زره 574 غېر ملكيانو د كوېټ لېبر ماركيټ پرېښودے دے۔ د ځائي ورځپاڼې القبس له مخې د محنت وزارت ذريعو وئيلي دي تېر كال د ستمبر نه تر دسمبر غېر ملكيانو په لويه شمېره كوېت پرېښودے دے۔ د كوېت سركاري او نجي ادارې د حكومت په پاليسو عمل كولو سره ًسركاري او نجي ادارو كښې د غېر ملكيانو شمېره كموي او د دوي په ځائ د كويت د وګړو د بهرتۍ سلسله په تندۍ سره روانه ده۔ د حکومت ذريعو له مخې په تېرو دريو مياشتو كښې بېلا بېلو سركاري څانګو 2144 غېر ملكيانو سره لوظنامې ختمې كړي او د ټولو نه زيات چې كومو څانګو لوظنامې ختمې كړي په ھغې كښې د صحت او تعليم څانګې شامل دي او د كوېت اېئرلائن او بېكري نه علاوه د پبلك ټرانسپورټ څانګو څخه هم غېر ملكيان ويستلے شوي٬ د تېرو دريو مياشتو په مهال د 7385 كورنيو ملازمانو لوظنامې هم ختمې كړې شوي