په مالي كښې په پوځي عملياتو كښې 15 ترهګر ووژل شول

بماكو 18 جنوري (اے پي پي) په مالي كښې د فرانس امنيتي ځواكونو د بركينافاسو پولې نه تېرېدونكي 15 ترهګر وژلي دي. د مالي خبر رسنې ادارې له مخې د فرانس د پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي فرانسوي ځواكونو د بركينافاسو په سرحدي سيمه كښې عمليات كولو سره القاعده سره تعلق لرونكې د يوې ډلې 15 ترهګر وژلي دي او د هغوي څخه ئې په لويه اندازه پوځي سامان ترلاسه كړے. په مالي كښې د دسمبر په اخر كښې فرانسوي ځواكونو عمليات پېل كړي وو او د جنورې تر پېل پكښې د فرانس 5 عسكر هم وژلې شوي وو