کابل۔17جنوری (اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې وسله والو د سپريم كورټ يو ګاډې په نښه كولو سره دوه قاضيانې په ډزو ويشتلو سره وژلې دي۔ د ابلاغ ذريعو له مخې عدالتي وياند ووئيل مېرمنې قاضيانې په سركاري ګاډي كښې دفتر ته روانې وې چې په لاره كښې ددوئي ګاډې ودرولو سره دوئي په نښه كړې شوې۔ د ډزو پېښی په نتيجه كښې دواړه قاضيانې په ځائې مړې او ډرائيور سخت ژوبل شو۔ افغان صدر اشرف غنی د مېرمنو قاضيانو په ګاډي د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي چې د بې ګناه وګړو په نښه كول د اسلام او د امن په ځائې كولو جذبې په ضد كار دے۔ دا خبره دې ياده وي چې په دې ورستيو كښې افغانستان كښې د تشدد پېښې زياتې شوې دي۔ په خاص توګه كابل كښې مهم شخصيات په نښه كړی شوې دي او دې سره د هدفي وژنې يوه نوې ويره رامخې ته شوې ده