د 26 نومبر نه د بندو تعليمي ادارو بيا پرانستلو لړۍ نن 18 جنورۍ نه پېل كېږي

اسلام آباد۔17جنوری (اے پی پی) ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونو زياتېدو د لاسه د 26 نومبر نه د بندو تعليمي ادارو بيا پرانستلو لړۍ نن 18 جنورۍ نه پېل كېږي۔ په ابتدائي توګه به د بورډ كلاسونو د نهم نه تر د دولسم جماعت زده كوؤنكي سكول او كالج ته ځي۔ په وفاقي پلازمينه كښې به يوه ورځ كلاس كښې 25 زده كوؤنكو ته د ناستې اجازه وي۔ د زياتو طالبعلمانو په صورت كښې به نور طالبعلمان راروانه برخه كښې كلاس اخلي۔ د هائیر ایجوکیشن او د نهم جماعت نه د مخكښې جماعتونو طالبعلمان به د فرورۍ تر اولنې نېټې آن لائن كلاسونه روان ساتي۔