واشنګټن۔17جنوری(اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 20 لكه نه زياته شوې ده۔ د جاپان خپرونې ادارې له مخې د امريكائي جونز هاپكنز پوهنتون لخوا جاري كړې شويو شمېرو كښې وئيلي شوي دي چې په ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 2 ملينه نه زياته شوې ده۔ د دسمبر مياشتې پېل نه تر دې دمه په ځينو موقعو ګرده نړۍ كښې د ورځې په سر 15 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ ټر ټولو زيات كسان امريكا ٬ برازيل او بيا هند كښې مړه شوي دي