جاپان، ټوكيو كښې نور 1 زر 809 كسان د كورونا وائرس ښكار شول

ټوکیو۔17جنوری(اے پی پی) د جاپان پلازمينه ټوكيو كښې 1 زر 8/09 نور كسان د كورونا وائرس ښكار شوي دي۔ د جاپان خبر رسنې ادارې له مخې پلازمينه ټوكيو كښې د بلديه عظی لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په تېرو 24 ساعتو كښې د وائرس نور 1 زره 809 كېسونه تصديق شوي دي۔ دا د يوې اونۍ په مهال دويمه تر ټولو زياته شمېره ده۔ دې نه وړاندې د جنورۍ په 9 مه نېټه د ځپليو شمېره 2 زره 268 پاتې شوې وه۔ ټوكيو كښې د كورونا وائرس مصدقه كېسونو مجموعي شمېره 83 زره 878 ته رسېدلې ده