کابل۔17جنوری (اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې نامعلومه وسله والو په مېرمنو سركاري اهلكارو ډزې وكړې چې په نتيجه كښې ئې 2 مېرمنې مړې او يوه بله سخته ژوبل شوه۔ ځائي ميډيا سره خبرو كښی د كابل پوليس وياند ووئيل د اتوار په سحر په موټر سائيكل ناستو كسانو مېرمنې سركاري اهلكارې په نښه كړې چې په نتيجه كښې ئې دوه په ځائې مړې او يوه بله سخته ژوبل شوه۔ كومه چې روغتون ته منتقل كړې شوې او د هغې حالت اندېښمن ښودلے شي۔ هغه زياته كړه چې تر دې دمې كومې ترهګرې ډلې يا تنظيم د دې پېښې ذمه واري نه ده قبوله كړې