الان باتور۔ 17جنوری(اے پی پی)منګولیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 5 كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 1 زره 517 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د منګوليا د قومي مواصلاتي رنځونو قومي مركز (اېن سی سی ډی) چارواكو وئيلي دي چې د كورونا وائرس نه نور 38 كسان ښه شوي دي چې ورسره د ښه شويو مجموعي شمېره 947 ته رسېدلې ده۔ منګوليا كښې د تېر كال مارچ مياشت كښې د كورونا اولنے كېس رپورټ شوے وو۔ تر دې دمه د دې رنځ د لاسه ګرد هېواد كښې دوه كسان مړه شوي دي۔ په آسيائي هېوادونو كښې د منګوليا هېواد آبادي 3.3 ملينه ده۔