لندن۔14جنوری(اے پی پی)برطانیې په هند زور راوړے چې هغه په غېر قانوني توګه نيولي شوي جمو وكشمير خپل ټول بندېزونه سمدستي لرې كړي او دغلته د وضعې جاج اغستلو له د برطانيې هائي كمېشن ډلې له د مقبوضه وادۍ دورې كولو اجازه وركړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا غوښتنه د برطانيې د انصاف وزير رابرټ بكلېنډ وېسټ منسټر هال كښې د جمو وکشمير سياسي وضعې په اړه يوه …
هند دې په غېر قانوني قبضه كړي مقبوضه جمو كشمير كښې لګولي بندېزونه سمدستي لري كړي ۔ د هائي كمېشن ډلې له دې د دورې كولو اجازه وركړي۔ برطانيه

مزید خبریں
لندن۔14جنوری(اے پی پی)برطانیې په هند زور راوړے چې هغه په غېر قانوني توګه نيولي شوي جمو وكشمير خپل ټول بندېزونه سمدستي لرې كړي او دغلته د وضعې جاج اغستلو له د برطانيې هائي كمېشن ډلې له د مقبوضه وادۍ دورې كولو اجازه وركړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا غوښتنه د برطانيې د انصاف وزير رابرټ بكلېنډ وېسټ منسټر هال كښې د جمو وکشمير سياسي وضعې په اړه يوه مباحثه كښې د پارليماني غړو د پوښتنو ځواب وركولو په مهال وكړه۔ رابرټ بکلېنډ ووئيل د برطانېي وزيراعظم بورس جانسن سيمه ايز تاؤ تريخوالې لرې كولو ٬ په كنټرول لائن جنګ بندۍ ٬ اړيكو كښې بهترۍ او د صبر او زغم څرګندونې په غرض خپل هندي او پاكستانو همڅنګو سره رابطه لري۔ هغه ووئيل مونږ پرله پسې هند د بشري حقونو له مينځه وړلو په حقله له خپلې اندېښنې نه خبر كړے او مقبوضه سيمې څخه د بندېزنو پورته كولو په حاجت زور راوړؤ۔ د برطانيې د خارجه ٬ دولت مشتركه او پرمختيائي دفتر (ایف سي ډي او) وزیر نائیجل اېډمس په دې موقع ووئيل مونږ باور لرؤ چې هند او پاكستان به د كشميري اولس هيلو له مخې د كشمير مسئلې كوم تل پاتې سياسي حل ولټوي۔










