يوټيوب د ټرمپ چېنل په عارضي توګه معطل كړو

کېليفورنيا 13 جنوري(اے پي پي) د سماجي رابطو وېب پاڼو ټويټر ، فېس بك او د انسټاګرام نه پس د ګوګل ملكيتي وېډيو شېئرنګ پلېټ فارم يوټيوب د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ يوټيوب چېنل په عارضي توګه معطل كړے او تشدد ته د هوا وركولو په ضد د يوټيوب پاليسي په خلاف ورزۍ كولو ئې د ټرمپ وېډيو هم لرې كړې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې يوټيوب خپل بيان كښې وئيلي دي په تېره اوونۍ كښې په کيپټل هل د شوي بريد په تشويش مونږ د ټرمپ په چېنل اپ لوډ كړې وېډيو لرې كړې ځكه چې په دې ويډيو زمونږ د پاليسۍ خلاف ورزي شوې او دې موادو څخه د تشدد خپرېدو اندېښنه وه ۔ د دې نه پس به په چېنل تر اووه ورځو نوې وېډيو يا مواد نشي اپ لوډ كېدې۔ د يادونې وړ ده د ټرمپ په يوټيوب چېنلد د سبسکرائبرز شمېره 27 لكه 70 زره ده۔