اپوزيشن د مودي په ژبه خبرې كوي۔ د هغوي ايجنډا لوټ كړے دولت بچ كول دي۔ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم

اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاکټر شھزاد وسیم وئيلي دي اپوزیشن د مودي په ژبه خبرې كوي۔ د دوي ايجنډا لوټ كړے دولت بچ كول دي۔ له دې كبله له ټولو حدونو پورې وتلې دي۔ په مونږ د سياسي كارمندانو د نيولو تور لګوونكو د خپل دور دلائی کېمپ، عقوبت خانې هېرې كړي۔ ماډل ټاؤن كښې په قرآن ويونكو٬ مشرانو او ناروغه مېرمنو ګولۍ ورونكي مونږ ته لاره ښائي ٬ د ففت جنرېشن وار ترسېوري لاندې ګروپنګ روان دے۔ د ترھګرو كارروائۍ مخ په زياتېددو دي۔ ځينې كسان په غېر ارادي توګه د دې برخه جوړېږي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښی د اپوزيشن په تحريك د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاکټر شھزاد وسیم ووئيل اپوزيشن چې په كومه ايجنډا بحث كول غواړي دا حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري۔ دوي د سياسي كارمندانو نامه اخستو سره د هغه كسانو بچ كولو هڅه كوي په كومو چې د هېواد لوټ كولو او د مني لانډرنګ تورونه دي۔ هغه ووئيل اقتدار او پېسه بچ كولو له دوي له هر حد نه پورې وتلي۔ هغه ووئيل كه دوي لانګ مارچ كول غواړي نو كولې شي۔ مونږ ورته وړاندې هم هركلے وئيلے او اوس ورته هم وايؤ۔ مونږ د جمهوري تحريكونو لاره نه نيسو ولې په رېډ لائن اوړېدو نه بايد ډډه وكړې شي۔هغه ووئېل كه د دوي بيانيه د پاك پوځ ٬ عدليه يا د رياست په ضد وي نو مقابله به ئې كولې شي۔ هغه ووئيل بلوچستان كښې چې د افسوس وړ كومه پېښه رامخې ته شوې د هغې غندنه كوؤ۔ د مظلومانو به ډاډ تسلي كوؤ او اصل ډاډ او تسلي به دا وي چې وژونكي او د هغوي مرسته كوؤنكې ونيولې شي او خپل انجام سره مخ كړې شي۔(MWA/ZIA/1706)