سعودي عربستان ٬ نابينا وګړو لپاره القرآن ريډر جوړ كړے شو

ریاض۔8جنوری (اے پی پی)د سعودي عربستان وګړي ډاكټر مشعل بن هشام الهرساني نابينا وګړو لپاره القرآن ريډر ايجاد كړے۔ د سعودي عربستان خپرونې ادارې له مخې د سعودي عربستان مفتي اعلی شېخ عبد العزيز آل الشېخ نابینا وګړو لپاره د القرآن کریم ریډر په ايجاد كولو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي زه خپله د سترګو نظر نه لرم او ما د قرآن ريډر تجربه كړې۔ هغه ووئيل دې سره به نابينا وګړو ته د قرآن پاك تلاوت او د هغې يادولو كښې آسانتيا وي۔ مفتی اعلٰی ووئيل نابينا وګړي د درنو جلدونو برېل سسټم مطبوعه قرآن تلاوت كولو كښې ګراني محسوسوي او دې قرآن ريډر سره به هغوي د دغه زحمت نه خلاص شي۔