واشنګټن 07 جنوري(اے پي پي) د امريکې په پارلمان د ډونلډ ټرمپ پلويانو بريد او د پوليس لخوا د شېلنګ په نتيجه كښې څلور كسان مړه شوي او 52 نيولي شوي۔ د نجي ټي وي رپورټ له مخې د جوبائيډن په اليکټورل کالج كښې د بريا باقاعده تصديق لپاره كانګرېس او د سېنېټ شريكه غونډه د نائب صدر مائيك پېنس په مشرۍ كښې روانه وه چې د ټرمپ پلويانو د لاريون نه پس د كېپټل هل نه بهر خنډان مات كړل او ودانۍ ته ورغلل٬ په دې موقع د ټرمپ يو پلوي په ډائس وروختو سره د ټرمپ د بريا ادعا وكړه۔ په دې موقع پوليس د كانګرېس غړي ويستلو لپاره په مظاهرچيانو شېلنګ وكړو چې په نتيجه كښې ئې څلور كسان مړه او 52 نيولې شوي۔ د يادونې وړ ده د امريكې په پايه تخت كښې د دې پېښې نه پس كرفيو لګولې شوې او په ټول ښار كښې په اېمرجنسي كښې تر 15 ورځو پراختيا هم شوې ده۔