ټوکیو۔7جنوری(اے پی پی) د جاپان پلازمينې ټوكيو بلديه عظمی وېنا ده د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 1 زره 591 كېسونه تصديق شوي۔ دا تر دې دمه په يوره ورځ كښې د كورونا ځپليو تر ټولو لويه شمېره ده۔ دې نه وړاندې د تېر كال دسمبر مياشتې په 31 مه نېټه د كورونا 1 زر 337 كېسونه ريكارډ كړے شوې وو۔ د بلديې وېنا ده هېواد كښې انفېکشنز تندۍ سره خپرېږي۔ په ټوكيو كښې تر دې دمه د وائرس د لاسه د ځپليو شمېره 66 زره 343 ته رسېدلې ده۔