
واشنګټن 7 دسمبر (اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شمېره 2 كروړه 18 لكه 57 زره ته رسېدلې او د دې د لاسه تر دې دمه 3 لكه 70 زره كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امريكې روغتيا محكمې لخوا رپورټ كښې وئيلي شوي په هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 21857616 او د فعاله كېسونو 8463484 ده۔ د امريكې چارواكو له مخې په هېواد كښې تراوسه د كورونا وائرس له امله ځپلي 13024142 كسان ښه شوي۔د امريكې په ځينو رياستونو كښې د كورونا وائرس د كېسونو شمېره كښې زياتوالې رامخې ته كېږي۔ امريكا دا مهال 2 كروړه 18 لكه نه زياتو رنځورانو سره د كورونا وائرس د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ په امريكا كښې د كورونا وائرس د وړومبي كېس تشخيص تېر كال د جنورۍ په 22مه نېټه شوے ؤ۔(