هند- دكورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 1 كروړ 3 لكه 57 زره ته ورسېدل

نوې ډيلې 05 جنوري(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 1 كروړ 3 لكه 57 زره ته رسېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس نور 201 رنځوران مړه شوي دي۔ په دغه مهال د كورونا نور 16375 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د نهې په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې هند د كورونا وائرس ځپليو په اعتبار د نړۍ دويم لوي هېواد دے۔ د هېواد بېلو رياستونو كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 10357569 ته رسېدلې۔ د هند د روغتيا وزارت شمېرو له مخې ګرد هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره 232343 ده۔ د چارواكو وېنا ده هند كښی تر دې دمه د دې وباﺀ د لاسه په مجموعي توګه149887 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ نه تر دې دمه 9975340 كسان ښه شوي هم دي۔