واشنګټن 4 جنورى (اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شمېره 2 کروړه 11لکه 13زر نه زياته شوې او په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تراوسه 3 لكه 60 زره كسان مړه شوي۔د ګل په ورځ د امريكې ذريعو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 21113528 او د فعاله رنځورانو 8316492 ته رسېدلې ده۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو او فعاله كېسونو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ د يادونې وړ ده چې د دوه كروړه يوولس لكھو نه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد جوړ شوے دے چرته چې تر دې دمه 360078 كسان مړه شوي دي۔ د كورونا رنځ نه تر دې دمه 12436958 كسان ښه شوې هم دي۔ بلخوا په ټوله نړۍ كښې د كورونا د لاسه تر دې دمه 18 لكه 50 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په امريكا كښې د كورونا وائرس د وړومبني كېس تشخيص د تېر كال 2020 جنورۍ مياشتې په 22مه نېټه شوے ؤ۔