ليبيا كښې د كورونا وائرس 670 نوي كېسونه رامخې ته شول

طرابلس۔4 جنوری(اے پی پی) لیبیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 670 نوي كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د لېبيا نېشنل سېنټرډیسیز کنټرول وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د نوې 670 كېسونو رپورټ كېدو سره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 1لک 1 زر 414 ته رسېدلې ده۔ ددې د لاسه نور 23 كسان مړه شوي چې ورسره تر دې دمه د مړو شمېره 1 زر 510 نه زياته شوې ده۔ د نېشنل سېنټر ډیسیز کنټرول له مخې 74 زره 381 كسان تر دې دمه دكورونا رنځ نه ښه شوي دي۔ بلخوا لېبيا د كورونا مخ په زياتېدونكي كېسونه نظر كښې نيولو سره د هېواد په پولو ،سکولونو ، جوماتونو او اولسي غونډو بندېز لګولے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ليبيا كښې د كورونا اولنے كېس د تېر كال مارچ مياشت رپورټ شوے وو۔