برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره د 77 لكه 33 زره نه زياته شوه

ریوډی جنیرو۔4 جنوري (اے پی پی)برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 77 لكه 33 زره نه زياته شوې ده۔ د ګل په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوې كېسونو رامخې ته كېدو سره د مصدقه كېسونو مجموعي شمېره7733746 ته رسېدلې۔ برازيل كښې دا مهال د كورونا وائرس 724720 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازیل د روغتيا وزارت شمېرو له مخې د كورونا وائرس د لاسه د تېرو 24 ساعتو په مهال د نورو رنځورانو مړه كېدو سره د مړو مجموعي شمېره 196018 ته رسېدلې ده۔ بلخوا ګرد هېواد كښې تر دې دمه 6813008 كسان د دې ناروغتيا نه ښه شوي۔ داخبره دې ښكاره وي چې برازیل د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ درېم او د مړو په اعتبار سره دويم هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د تېر كال فرورۍ مياشتې په 26 مه نېټه رپورټ شوے ؤ۔