واشنګټن 03 جنوري (اے پی پی) د امريكې په كېلي فورنيا ايالت كښې په ټرافيكي پېښه كښې د 7 ماشومانو پشمول 9 كسان مړه شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د كېليفورنيا د هائي وے وياند مېډيا ته ووئيل چې د دوه كورنيو 7 ماشومانو كومو چې په يو فورډ ګاډي كښې سفر كولو ، د تند رفتار له امله د بل پلو نه راروان ګاډي سره ټكر شو. پېښه دومره زوروره وه چې پكښې د دواړو ګاډو چلوونكي او 7 ماشومان په ټكي مړه شول. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.