د سعودي عرب مفتي اعظم د كورونا واكسين ولګولو

رياض 03 جنوري (اے پی پی) د سعودي عرب مفتي اعظم شېخ عبدالعزيز آل شېخ په رياض كښې د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين فائزر بائيوټېك واكسين ولګولو. د كورونا واكسين لګولو نه پس د سعودي مېډيا سره په خبرو كښې مفتي اعظم ووئيل چې واكسين يو نعمت دے او بايد د وبا څخه بچ كېدو لپاره ټول واكسين ولګوي. ده ووئيل چې د حكومت لخوا د واكسين لګولو اسانيې وركړې شوې دي، د دې څخه دې استفاده وكړې شي.