ماسكو 03 جنوری (اے پی پی) په روسيه كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره د 32 لكه 36 زره 787 نه زياته شوه. د چينائي مېډيا له مخې د روسيې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 5 لكه 8 زړه 506 كسان مړه شوي دي. د چارواكو له مخې په وبا كښې تر ټولو زيات پايه تخت ماسكو ځپل شوې چرته چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا نور 3 زره 851 كېسونه رپورټ شوي دي. په ماسكو كښې د كورونا ځپليو ټوله شمېره 8 لكه 24 زره 979 ته رسېدلې.