واشنګټن 01 جنوری (اے پی پی) امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره 2 کروړه 4 لكهه 45 زره ته رسيدلې دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 54 زره څخه زياته شوې۔د جمعې په ورځ د امریکې ميډيا له مخې هېواد كښې د کورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 20445654 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 7965633 ده۔ امریکا كښې …
امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره درې لكهه 54 زره څخه زياته شوه

مزید خبریں
واشنګټن 01 جنوری (اے پی پی) امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره 2 کروړه 4 لكهه 45 زره ته رسيدلې دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 54 زره څخه زياته شوې۔د جمعې په ورځ د امریکې ميډيا له مخې هېواد كښې د کورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 20445654 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 7965633 ده۔ امریکا كښې وائرس له امله د مړو او فعال کیسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امریکا د کورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے،هېواد كښې د کورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعی مرګونو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ دوه کروړه 4 لكهه ځپليو سره امریکا دا مهال نړۍ كښې د وبا تر ټولو لوي مرکز دے۔ امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله تر اوسه 354215 كسان مړه شوي۔ امریکا كښې د کورونا وائرس له امله ځپلے شوي 12125806كسان ښه شوې دي۔ټوله نړۍ كښې د کورونا وائرس له امله د مړو شميره 18 لكهه 26 زره څخه زياته ده۔










