د کرونا وائرس په ضد ډاكټرانو اولس كښې د وباء په ضد شعور بېدارولو له كمپائن او د ماسكونو وېشل پېل كړه

اسلام آباد 31 دسمبر(اے پي پي) د کرونا وائرس په ضد فرنټ د لائن ډاكټرانو اولس كښې د وباء په ضد شعور بېدارولو له كمپائن او د ماسكونو وېشل پېل كړي ٬ د ډاكټرانو وېنا ده د واكسين ترلاسه كېدو پورې د كرونا نه بچ كېدو لپاره ماسك موثره ذريعه ده ځكه چې د اولس واكسين ته رسېدو كښې اوس هم څو مياشتې لګېدې شي۔ د پاکستان اسلامك ميډيکل ايسوسي …

اسلام آباد 31 دسمبر(اے پي پي) د کرونا وائرس په ضد فرنټ د لائن ډاكټرانو اولس كښې د وباء په ضد شعور بېدارولو له كمپائن او د ماسكونو وېشل پېل كړي ٬ د ډاكټرانو وېنا ده د واكسين ترلاسه كېدو پورې د كرونا نه بچ كېدو لپاره ماسك موثره ذريعه ده ځكه چې د اولس واكسين ته رسېدو كښې اوس هم څو مياشتې لګېدې شي۔ د پاکستان اسلامك ميډيکل ايسوسي ايشن (پيما) اسلام آباد صدر ډاکټر افتخار برني ووئيل هره ورځ د كرونا رنځوران زياتېږي خو د اولس د ماسك نه اچولو او په اېس او پيز د عمل نه كولو رويه ډېره مايوس كن او تکليف وركونكې دہ۔ ده ووئيل د دې ډول غېر سنجيده طرز عمل سره مونږ د خپلو مينه والو ژوند خطر سره د مخ كولو سبب جوړېږو۔ ده ووئېل ډاکټران يو خوا د كرونا رنځورانو درملنه كوي نو بلخوا د كرونا نه بچ كېدو لپاره كمپائن چلوي۔ ده ووئيل مونږ دا پرېكړه كړې چې ډاكټران به د هېواد په ماركيټونو او شاپنګ سنټرو كښې اولس له ماسكونه وركوي او دوي به په اېس او پيز د پابندۍ نه خبروي او په دې لړ كښې به د جنورۍ په دوېمه نيټه د اسلام آباد په آبپاره ماركيټ كښې وګړو له ماسكونه وركولې شي۔

مزید خبریں