برن 30 دسمبر(اے پي پي) سوئټزرلېنډ كښې د سلګونو په شمېر د برتانيې سېلګري د قرنطينه نه ورك شوي۔ د المان ميډيا رپورټ له مخې د سلګونو په شمېره د برتانيې داسې سېلګري كومو ته چې د كرونا د بدل شوي دوېم شكل وائرس مخنيوي لپاره قرنطينه كښې د پاتې كېدو امر شےې ٶ ھغوي د ھغه ځاے نه بې دركه شوي۔ د سوئس چارواكو له مخې په بې دركه شوو سېلګرو كښې ځيني فرانس ته رسېدلې دي۔