واشنګټن 30 دسمبر(اے پي پي) د امريكې نوي ټاكلي صدر جوبائيډن کانګرېس ته د كرونا وائرس وباء مخنيوي لپاره د لا فنډز وركولو درخواست كړے۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا سره په خبرو كښې صدر ووئيل د امرېكې انتظاميې چې د كرونا وباء له مخې ويکسينيشن، ټيسټنګ او وائرس څخه حفاظت لپاره د سامان پشمول كومو مقاصدو لپاره فنډز منظور كړے د ھغې نه زيات فنډز پكار دے ۔ ده د راتلونكي كال په پېل كښې د كووېډ-19 اېكشن پېكج د تجويز لوظ كړے او كانګرېس څخه زر تر زره د قانون سازۍ په ضرورت ئې زور رواړے۔ ده ووئېل د دې ډول هلو ځلو لپاره به د لكهونو په شمېر ډالره پكار وي۔ جوبائيډن ووئيل د سكولونو جاج اغستو٬ د تګ راتګ لپاره به هم د زياتې مرستې وي ځكه چې د زه كوٶنكو بسونو او د سكولونو په ودانيو كښئ د سماجي فاصلې ٬ كلينګ سروس او حفاظتي سامان لپاره فنډز ته به اړتيا لرو۔