مقبوضه بېت المقدس 30 دسمبر(اے پي پي) په امريكا كښې بنديوان يهودي جاسوس جوناتھن پولارډ 35 كاله په زندان كښې د تېرولو نه پس اسرائيل ته رسېدلے او د بين ګورين په هوائي مېدان د اسرائيل وزيراعظم بينجمن نېتن ياهو د جاسوس هركلے كړے۔ د اسرائيل ميډيا سره په خبرو كښې جوناتھن پولارډ ووئيل زه د اسرائيلي اولس او د نېتن ياهو مننه كوم د چا په مرسته چې زه نن كور ته راورسېدم۔ د يادونې وړ ده د امريكائي انټليجنس پخوانې تجزيه كار پولارډ په كال 1985 كښې اسرائيل لپاره په جاسوسۍ كولو او ټاپ سېكرټ انټليجنس معلومات وركولو نيولے شوے ٶ او د امريكې عدالت د 30 كاله عمر زندان نه علاوه د لسو كالو د پېرول سزا هم ورته اورولې وه۔