امریکا كښې د کورونا وائرس ځپليو شميره يو کروړ 99 لكهه ته ورسېده، 3 لكهه 46 زره كسان مړه شول

واشنګټن 30 دسمبر (اے پی پی) امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو کروړ 99 لكهه77 زره ته رسيدلې٬ دغسې په ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 46 زره ته رسيدلې ۔د شورو په ورځ د امریکې ميډيا له مخې هېوا د كښې د ےکورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 19977704 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 7786653 ده۔ امریکا كښې د وائرس له امله د مړو او ځپليو شميره پرله پسې زياتيږي، امریکا د کورونا وائرس وبا له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے، هېواد كښې د کورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه د مړو شميره د نړۍ كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله تر اوسه 346579 كسان مړه شوي۔ امریکا كښې د کورونا وائرس له امله ځپلې شوي 11844472كسان ښه شوي دي