ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله 17 لكهه81 زره كسان مړه شول ، د ځپليو شميره 8 كروړه 16 لكهه څخه زياته شوه

نیویارك، ماسكو، نوې ډيلې ی ریوډی جنیرو 29 دسمبر (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره 17 لكهه 81 زره ته رسيدلې، بيلو هېوادونو كښې د وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 8 كروړه 16 لكهه څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د نړۍ په بيلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 81669521 ده، د وائرس له امله ځپليو هېوادونو كښې تر اوسه 1781442كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا فعاله ځپليو شميره 22092293 ده، د كورونا وائرس وباﺀ له امله امریكا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، برازیل د كورونا وائرس له امله د مړو شميرې په لحاظ سره په دويم او د رنځورانو په اړه دريم ځپلے هېواد دے دغسې هند د كورونا وائرس رنځورانو شميرې به اعتبار سره دويم زيات هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 97 لكهه81 زره ده دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 43 زره څخه زياته شوې۔چارواكو له مخې امریكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 19781624 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 7741715 ده ۔ امریكا كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كیسونو شميره پرله پسې زياتيږي، يو كروړ 97 لكهه ځپليو سره امریكا دا مهال نړۍ كښې د وباﺀ لوي مركز دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 343182 كسان مړه شوي۔بلخوا هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ دوه لكهه 24 زره ته رسيدلې۔ هند كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس بيلو رياستونو كښې كورونا ځپليو شميره 10224797 ته رسيدلې دغسې د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 269840 ده۔ سركاری شميرې له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله مجموعی توګه 148190 كسان مړه شوي۔بلخوا برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 75 لكهه دغسې د مړو شميره يو لكه 91 زره 6 سوه ته رسيدلې۔ برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 7506890 ته رسيدلې۔ برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مصدقه شميره 191641 ده۔