ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباء څخه 17 لكه 72 زره كسان مړه شول ٬ د ځپليو شمېره د اته كروړه 11 لكه نه واوړېده

واشنګټن/ لندن/نوے ډيلے/رېوډي جنېرو 28 دسمبر(اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباء څخه د مړو كسانو شمېره 17 لكه 72 زره ته رسېدلې ده، په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مرګوني رنځ په سبب د ځپليو شمېره 8 كروړه 11 لكه نه اوړېدلې ۔ د ګل په ورځ د امريکي ميډيا له مخې ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس د مصدقه كېسونو شمېره 8 كروړه٬ 11 لكه 44 زره 994 ده او د وائرس څخه په ځپليو هېوادونو كښې تر اوسه 17 لكه 72 زره 135 كسان مړه شوي۔ ګرده نړۍ كښئ د كرونا د فعاله كېسونو شمېره دوه كروړه شل لكه 79 زره 248 ده ٬ د كرونا وباء څخه امريکا د ټولو نه زياته ځپلے شوے هېواد دے٬ د مړو كسانو شمېرو په اعتبار سره برازيل دوېم او د رنځورانو په اعتبار سره درېم هېواد دے ٬ دغسې هند د كرونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره دوېم او د مرګونو په اعتبار سره د نړۍ درېم هېواد دے۔ د كرونا وائرس وباء څخه په مېکسيکو كښې يو لك 22 زره، برتانيه كښې 70 زره، اټاليه كښې 72زره، ايران كښې 54 زره، روسيه كښې 54 زره، ترکيه كښې 20 زره او سوئيلي افريقا كښې د 26 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔