ګرده نړۍ كښې 48 لكه كسانو ته د كرونا څخه د بچ كېدو واكسين ولګولے شول

واشنګټن/ماسکو 28 دسمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې 48 لكه نه زياتو كسانو ته د مرګونې رنځ كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره واكسين لګولي شوي۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا ه مخې په بېلا بېلو رياستونو كښې د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د واكسين كمپائن روان دے او تر اوسه 19 لكه كسانو ته واكسين لګولې شوي۔ د امريکې حكومت په هېواد كښې د دوه ډول كووېډ-19 واكسين منظٶري وركړې۔ چارواكو له مخې په هېواد كښې تر اوسه 19 لكه 44 زره 585 كسانو ته واكسين لګولې شوي۔ بلخوا په روسيه كښې هم تر اوسه 7 لكه كسانو ته واكسين لګولې شوي۔ د امريکې پشمول په بېلا بېلو هېوادونو كښې تر اوسه په مجموعي توګه 48 لكه 30 زره 369 كسانو ته د كرونا نه بچ كېدو لپاره واكسين لګولې شوي۔