سعودي عرب ، د کرونا واکسين لپاره 7 لکه كسانو رجسټرېشن وكړو

رياض 28 دسمبر (اے پي پي) د سعودي د صحت وزارت وياند ډاکټرمحمد العبدالعالي وئيلي دي د کرونا وائرس واکسين لپاره د رجسټرېشن كوٶنكو شمېره پرله پسې زياتېږي ۔ وياند ووئيل تر اوسه 7 لكه كسانو واكسين لپاره د وزارت په اېپ خپل رجسټرېشن كړے۔ وياند دا خبره هم باوري كړه چې واكسين په بشپړه توګه محفوظ او د كرونا په ه وجود كښې د قوت مدافعت زياتولو صلاحيت لري۔ د صحت وزارت لخوا د كرونا وائرس څخه د بچ كېدو واكسين په اړه وئيلي شوي د “فائزر بائيو نټک” واکسين کلينکل ټرائل شوے چې پكښې د کرونا وائرس په ضد د واکسين موثر كېدو نه پس د ټولو رپوټونو په باريک بينۍ د جاج اغستو نه پس سعودي لپاره فوډ اېنډ ډرګ اتهارټۍ دا منظور كري دي۔