ډوالا 27 دسمبر (اے پي پي) په كېمرون كښې د بس په پېښه كښې د 10 مېرمنو او د څلور ماشومانو پشمول 37 كسان مړه شوي دي. د مېډيا له مخې د كېمرون پوليسو وئيلي دي چې دا پېښه د اتوار په ورځ په مېنځني كېمرون كښې د بس او ټرك ټكر كېدو په نتيجه كښې رامېنځ ته شوې. د پوليسو كمشنر ځائي راډيو ته ووئيل چې په پېښه كښې 19 مسافر ژوبل شوي هم دي.