واشنګټن 27 دسمبر (اے پي پي) د امريكې په الينوائے ايالت كښې د وسله وال په ډزو كښې 3 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي. د فرانس خبري اژانس له مخې دا پېښه په ډان كارټر لېنز كښې رامېنځ ته شوې. د پوليسو ځائي مشر مېډيا سره په خبرو كښې د يو شكمن كس نيولو تصديق كړے او وئيلي ئې دي چې امنيتي ځواكونو د سيمې محاصره كولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي.