انقره 27 دسمبر (اے پي پي) په تركيه كښې د كورونا په وبا كښې نور 256 كسان په حق رسېدلي او د دې نه پس په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو ټوله شمېره 19 زره 371 ته رسېدلې. د تركيې مېډيا له مخې د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ د 2 لكه يو زر 104 كسانو د كورونا ټېسټونه شوي دي چې پكښې د 3 زره 199 كسانو ټېسټونه مثبت وو. تېره ورځ په وبا كښې نور 256 كسان په حق رسېدلي دي. په تركيه كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 19 لكه 71 زرو ته رسېدلې.