په اېتهوپيا كښې د شدت خوښو په بريدونو كښې د مړو كسانو شمېره 222 ته ورسېده

اديس ابابا 27 دسمبر (اے پي پي) په اېتهوپيا كښې د شدت خوښو په روانو بريدونو كښې د مړو كسانو شمېره 222 ته رسېدلې. د اېتهوپيا ځائي مېډيا له مخې حكومت د دې بريدونو ذمه وار تګرائے اولسي مقاٶمتي ډله ګرځولې. تېره ورځ بريد كوونكي په يو بل كلي بريد كړے او د دې بريد نه پس تراوسه د شدت خوښو په بريدونو كښې د مړو كسانو شمېره 222 ته رسېدلې. په كومه سيمه چې وسله والو بريدونه كړي دي، دلته د 40 زرو نه زيات كسان د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبور شوي دي.